د «کتاب» ټول خدمتونه

د ماشومانو کتابونه
د ماشومانو لپاره د جمعې کیسې
له ۱۰۰ ؋
هره جمعه د سهار په لسو بجو څلور تر نهه کلنو ماشومانو ته کیسې لولو، له ملا نصرالدین نیولې د افغانستان تر زړو افسانو پورې، او وروسته هر ماشوم د همغې کیسې انځور رنګوي او له ځان سره یې وړي؛ میندې او پلرونه په همدې وخت کې د الماریو ترمنځ ګرځي.
دا خدمت آنلاین نه فرمایش کېږي. د وخت او دقیقې بیې لپاره له «کتاب» سره اړیکه ونیسئ.
په وېبپاڼه کې یې وګورئ(په نوې ټب کې پرانیستل کیږي)