خدمتونه

موټر
د موټر سرویس او د تېلو بدلول
د انجن تېل او د تېلو فلټر بدلوو، د هوا فلټر، د رادیاتور اوبه، د بریک تېل او ټایرونه ګورو او لنډ راپور درکوو. شاوخوا یو ساعت. د تېلو او فلټر بیه د انجن په ډول پورې اړه لري او له کار مخکې درته ویل کېږي.
له ۱٬۸۰۰ ؋

موټر
د دوهم لاس موټر معاینه له اخیستلو مخکې
مخکې له دې چې دوهم لاس موټر واخلئ، زموږ مستري یې انجن، ګیر، بدنه، رنګ، لاندینۍ برخه او برق معاینه کوي، په کمپیوټر یې عیب لټوي او په سړک یې ازمويي. راپور له انځورونو سره درکوو. موټر د کابل په هر ځای کې وي، معاینه کوو یې.
له ۱٬۵۰۰ ؋

موټرسایکل
د موټرسایکل ترمیم
د انجن تنظیم، د تېلو بدلول، زنځیر او غاښونه، بریک، کلچ او د موټرسایکل برق؛ ډېری کارونه په همغه ورځ چمتو کېږي. که پرزې ته اړتیا وي، بیه یې له کار مخکې درته وایو.
له ۵۰۰ ؋

بایسکل
د بایسکل سرویس او تنظیم
بریک او ګیر تنظیموو، زنځیر پاکوو او غوړوو یې، ټایرونو ته باد ورکوو او کږ څرخونه سموو. ستاسو بایسکل به د لومړۍ ورځې په څېر روان شي.
له ۳۵۰ ؋

پرزې او ټایرونه
د ټایر بدلول او بالانس
زوړ ټایر له رینګ څخه باسو، نوی ټایر اچوو او په ماشین یې بالانس کوو چې اشترنګ ونه لړزېږي. پنچر هم جوړوو. بیه د هر ټایر لپاره ده.
له ۳۰۰ ؋

موټر
د موټر وینځل او دننه پاکول
بدنه په ځګ وینځو او وچوو یې، د موټر دننه جارو کوو، ډشبورډ او ښیښې پاکوو او غالۍ وینځو. له سیټونو سره د دننه بشپړ وینځل جلا بیه لري.
له ۴۰۰ ؋