د «سورلۍ» ټول خدمتونه

موټر
د موټر سرویس او د تېلو بدلول
له ۱٬۸۰۰ ؋
د انجن تېل او د تېلو فلټر بدلوو، د هوا فلټر، د رادیاتور اوبه، د بریک تېل او ټایرونه ګورو او لنډ راپور درکوو. شاوخوا یو ساعت. د تېلو او فلټر بیه د انجن په ډول پورې اړه لري او له کار مخکې درته ویل کېږي.
دا خدمت آنلاین نه فرمایش کېږي. د وخت او دقیقې بیې لپاره له «سورلۍ» سره اړیکه ونیسئ.
په وېبپاڼه کې یې وګورئ(په نوې ټب کې پرانیستل کیږي)